په خوست ولایت کې ۶۰۰ راستانه شویو کډوالو او اړمنو کورنیو روغتیایي کېټونه او نغدي مرستې ترلاسه کړې

خوست- د غویي ۲۵مه-۱۴۰۳
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC او IRC موسسو سره په همکاري، په یاد ولایت کې ۶۰۰ راستانه شويو کډوالو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ او ۱ روغتیایي کېټ ووېشل شو.