په بغلان ولایت کې ۳۱ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې
بغلان- د غبرګولي ۳۰مه-۱۴۰۲
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، په یاد ولایت کې ۳۱ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو اوړه، ۱ کارټن بسکېټ، ۱ دانه پلاستیکي سطل، ۱ من بوره، ۳ لیټره غوړي او همدارنګه له یادې جملې ۲ کورنیو ته ۲ باب خیمې ووېشل شوې.