په بغلان ولایت کې په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې سیمې د پاکولو له پروژې څارنه وشوه
بغلان- د ربیع الاول ۲۰-۱۴۴۶
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د OMAR موسسې لخوا د ماین پاکي له پروژې چې مالي ملاتړ یې د اوچا دفتر کوي, د یادې پروژې څارنه وکړه.
د ناچاوده توکو د لټون دغه تخنیکي پروژه په دهنه غوري او دوشي ولسوالیو کې په ماینونو او ناچاوده توکو ککړو سیمو کې عملي کېږي.
د یادونې وړ ده چې، د دهنه غوري په سنګرخېل سیمه کې د ماین پاکي د کار له جریان څخه د څارنې پر مهال ناچاوده توکي په خوندي توګه له منځه وړل شوې دي، ترڅو له ورستیو اغېزو یې مخنیوی وشي.