په بادغیس ولایت کې ۱۱۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
بادغیس- د سلواغې ۲۳مه-۱۴۰۱
د رازي پراختیایي او ټولنیزې موسسې د بادغیس ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، ۱۱۰ زیانمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۷۹۰۰ نغدي پیسې د ژمنیو مرستو تر نامه لاندې ووېشل شوې چې مجموعآ یو میلیون او ۹۶۶ زره افغاني کېږي.