له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان د سره صلیب نړیوال فدراسیون له رئیس سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۱۹
تصویر خبر

نن د پنجشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC)  له نوي رئیس، ډاکټر حسام فیصل او د فدراسیون له سلاکار احمد سلیمان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر ګډو همکاریو او د علاقې وړ پر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب وویل، چې د دواړو ادارو ترمنځ ډېر کاري مشترکات شتون لري، او موږ له ټولو دولتي ادارو او مرستندویو سازمانونو سره ښه همکاري لرو، او همدا تګلاره له فدراسیون سره هم پر مخ وړو. نوموړي د هغو اسانتیاوو یادونه وکړه چې یادې ادارې د هوکړه لیکونو په چوکاټ کې د مرستندویه سازمانونو لپاره برابرې کړې دي او زیاته یې کړه چې د دې فدراسیون له پخواني رئیس سره پر ګډو همکاریو خبرې شوې وې، خو د ځینو لاملونو له امله نیمګړې پاتې شوې.
د ادارې لوی رئیس، وویل چې موږ ډاډ ورکوو، هره مرسته چې له مرستندویو بنسټونو څخه موږ ته وسپارل شي، په چټکۍ او شفافیت سره به مستحقینو ته ورسېږي.
په همدې مهال، د یاد فدراسیون نوي رئیس ډاکټر حسام فیصل د پېښو مدیریت په برخه کې د خپلو تجربو په یادونې سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره یوه مهمه او اغېزمنه اداره وبلله. نوموړي زیاته کړه چې موږ له دې ادارې سره نږدې همکارۍ ته لیوالتیا لرو؛ له همدې امله باید پر داسې طرحې دې کار وشي چې همکارۍ د یوې توافق نامې په چوکاټ کې تنظیم شي، او زموږ د همکاریو کچه له پېښې مخکې او وروسته مخکې له مخکې معلومه شي.
له بل پلوه، د فدراسیون سلاکار احمد سلیمان د دواړو ادارو ترمنځ د پخوانیو اړیکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت په یوې مهمه ناسته کې مو د دې ادارې اغېزمن فعالیتونه او له مرستندویو بنسټونو سره یې همکارۍ په ښه توګه روښانه کړې او اغېزمنې مو وبللې.
په پای کې، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې باید د تخنیکي کمېټې له لارې د دواړو ادارو ترمنځ د یوه موافقت‌لیک د طرحې پر جوړولو کار وشي، څو د پېښو له رامنځته کېدو څخه مخکې او وروسته د همکاریو کچه له وړاندې روښانه شي.

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان د سره صلیب نړیوال فدراسیون له رئیس سره وکتل

نن د پنجشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC)  له نوي رئیس، ډاکټر حسام فیصل او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۵۳
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۷۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي پراختیایي او ټولنیزې موسسې (RSDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۴
Background image

د فراه ولایت د ښار د شپږ کیلومتره کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، چې ټولو ولایتونو ته یې دنده سپارلې وه، چې ټولې سېلابي لارې په هر ځای کې پاکې کړي. د فراه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .