د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۵۳۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۴,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوولس میلیونه او اووه سوه او شل زره (۱۲,۷۲۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې مرستې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
