له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل ولایت کې ۲۸۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غیری خوراکي موادو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي نن سهار د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته ورغی او د ۲۸۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو لپاره یې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
محترم ترابي صاحب د مرستو د وېش پر مهال ووېل چې د خلګو د عرایضو له مخې، نن ورځ موږ ۲۸۰ هغو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ویشو چې د وروستیو سېلابونو له امله د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې زیانمنې شوې وې چې هرې کورنۍ ته د خوراکي او غیرخوراکي موادو مرسته دوه پارسله ۵۰ کیلو یی وړه د چی ۱۰۰ کیلو کیږی، یو پارسل وریجی ۲۵ کیلو او د کور لپاره یوه کاټن چې ۱۴ قلنه مواد پکښی کیوه (د اوبو سطل، د لاس منځلو صابن، د جامو منځلو صابن، د غاښونو برس، د غاښونو کریم، ګانچې) او د اوبو تصفیه کونکي ټابلیټونه او ځینې نور توکي شامل دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دغو مرستو د وېش پرمهال له خلکو سره خواخوږۍ وکړه او ووېل چې اوس مهال همدومره مرستې مو درلودې او هڅه کوو ترڅو لا زیاتې مرستې تاسو ته درکړو.
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۵/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره