له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د UN-OCHA له مرستیال سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۲۹
news image

نن ورځ سې شنبه, له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اوچا له مرستیال کينيت راجرز او د اړیکو له مسؤل شمس خلیلي سره وکتل.
ترابي صاحب د اوچا د دفتر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل, چې خوښ یو چې یو له بل سره همکاري کوو او موږ تل هڅې کوو چې د بېلابېلو سازمانونو او مؤسسو کارونه په چټکۍ سره خلاص کړو تر څو خلکو ته پر وخت مرسته ورسول شي او موږ په خپل اداره کې پوره شفافیت راوستلې دی.
همداراز ترابي صاحب د اوچا د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې, هغو ولایتونو لکه, پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، ارزګان هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو ته دې د مؤسساتو پاملرنه زیاته کړي ځکه چې دا ولایتونه مرستو ته جدي اړتیا لري. ترابي صاحب همدا راز وویل چې د بادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې خلګ وچکالۍ ځپلي دي او اوبو ته هیڅ لاسرسی نه لري او که د اوبو رسونه ژر ورته ونشي ډېرې کورنۍ به بېځایه شي او باید یې پر وخت دغه ستونزه حل شي.
وروسته د اوچا دفتر مرستیال کينيت راجرز وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو څخه مننه کوو چې کارونه مو په چټکۍ روان کړي دي ښاغلي همدارنګه څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو د مدیریت او بشري مرستو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي.
همداراز یې وویل چې موږ به د واش کلسټر او نورو ټولو مؤسساتو سره له نږدې خبرې وکړو او د هغو ولایتونو په اړه چې مرستو ته جدي اړتیا لري او د بادغیس ولایت د دره بوم  ولسوالۍ پر موضوع خبرې ورسره وکړو او ستونزو ته به ژر رسېدنه وکړو.
په پای کې, د دواړو لورو لخوا ژمنه وشوه چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه وړي چې خنډونه یی رامنځته کړې دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هــ ق 
له پېښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .