له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د UN-OCHA له رئیسي سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۵۱
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اوچا له سرپرستي رئیسي سنجانا قاضي، د اوچا مرستېال محمد زید خاطر او د اړیکو دمسؤل شمس خلیلي سره وکتل.
ترابي صاحب د اوچا د دفتر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي یو د بل سره همکاري کوو او موږ تل هڅي کړي دي چي د بیلابیلو سازمانونو او مؤسیسو کارونه په چټکۍ سره خلاص کړو تر څو خلګو ته پر وخت مرسته ورسول سي او موږ په خپل اداره کي پوره شفافیت راوستلې دې او خپل کارونه مو ګړندي کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې دا اداره له ټولو مرستندویه ادارو سره له هرې ممکنه لارې همکاري او ملاتړ کوي.
ورسته د اوچا د دفتر رئیسي سنجانا قاضي وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسوڅخه مننه کوو چي کارونه مو په چټکۍ روان کړي دې. اغلي همدارنګه څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو د مدیریت او بشرې مرستو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي.
هغوی وویل چې تیر کال موږ په افغانستان کي ۳ میلیارده ډالره په بشري مرستو او د اساسي اړتیاوو په برخه کي مصرف کړي دي او سږکال مو د  ۲.۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده چي تر وسه مو ۸۳ میلونه ډالره ترلاسه کړي دي.
په ورسیتو کي د دواړو لورو لخوا ژمنه وسوه چي په ګډه به هغه ستونزي له منځه وړو چي خنډونه یې رامنځته کړي دي.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۱  هــ ق 
له پېښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .