له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ګېټس بنسټ د مشاوري سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۶:۴۵
News image

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ګېټس بنسټ د مشاوري انا ماریا، د WHO د استازي ډاکټر خوشال زمان او  روضت الله ضیاء سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي ګېټس بنسټ تل  د افغان اولس سره بیلابیلي مرستي کړي او تل یی د افغانستان سره همکاري کړي ده.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه چي  د پیښو د مدیریت، د بشري کمکونو مديريت کول، د ماينونو د خطراتو په او عامه پوهاوي په برخو کي دیادي ادارې سره مرستي وکړي.
ګېټس بنسټ د مشاوري انا ماریا،  له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې دسرپرست څخه مننه وکړه چي موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یی کړه چي د یادي ادارې سره باید بیلابیل سازمانونه او مؤسیسې مرستي وکړي  او موږ به تل هڅه وکړو چي ددې ادارې سره همکاره پاته سو.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۲  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .