له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې له پلاوي سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۴۴
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې له عمومي رئیسې اغلې مارګریت وډز، د یادې مؤسسې له مرستیالې اغلي برونوین مور او د کابل د دفتر مسؤل احمد فرید صمیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې موږ هڅه کوو ترڅو خلکو ته د مرستې د رسونې په موخه د مؤسسو ستونزې په خپل وخت او بې له خنډه حل کړو.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه، چې موږ به هغه موضوعات وڅېړو چې یادې مؤسسې په دایکندي ولایت کې په کومو لاملونو خپل فعالیتونه بند کړي او په دې اړه له څېړنو وروسته لازمې پرېکړې ونیسو.
د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې رئیسې اغلې مارګریت وډز، د یادې ادارې له سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې تل یې زموږ سره همکاري کړې ده او د فعالیتونو په ترسره کولو کې یې د کار پر شفافیت او چټکیتا ټینګار کړی دی.
نوموړې زیاته کړه چې موږ هڅه کوو ترڅو د خپل ډونر څخه زیاتې مرستې ترلاسه کړو او خلکو ته یې په شفاف ډول ورسوو.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .