له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بلخ ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت د  مرستیال والي سره یې وکتل

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۲۲:۱۹
news image

نن ورځ جمعه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل سفر په ترڅ کې سمنګان ولایت ته ورسیدی او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یی لیدنه او د هغوی د کاري بهیر څخه  یی څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر یو کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او مشورې یې واورېدلي او ټول کارکوونکي یې پر وخت او اغېزناکه خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په سمنګان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ګدام څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب، نظم رامنځته کولو او د اړتیا پر بنسټ اړمنو خلکو ته د اړینو توکو د وېش په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه, ترابي صاحب ولایتي ریاستونو ته د ټولو تقنیني سندونو د رسېدولو ، د سند په مفهوم د پوهولو، سند د اړونده رئیس تر نظر تېرولو، د سند عملي کولو او په دوسیوو کې د ټولو اسنادو له ساتلو څخه څارنه وکړه.
همداراز, ترابي صاحب د ټولو نشراتي موادو  څخه په ښه توګه د کارولو د بهیر او په یاد ولایت کې د تر کار لاندې پروژو څخه هم په هر اړخیزه توګه څارنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې, د مرکز څخه ټولو ولایتونو ته د کاري بهیر د څارنې او ارزونې لپاره هیئتونه لېږل شوي وو چې دغو هیئتونو د ولایتونو څخه ځینې ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې او د ادارې د سرپرست لخوا له مرکز څخه ټولو ولایتونو ته په متحدالمال ډول د یو مکتوب په ذریعه د هغو نیمګړتیاوو یادونه شوې وه او ولایتي ریاستونو ته د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په پار لازمې لارښوونې شوې وې او اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په منظور د یاد ولایت د خدمتونو وړاندې کولو له کاري بهیر څخه هر اړخیزه څېړنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د دې سفر موخه د ولایتي کارکوونکو د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو ترلاسه کول، د دفترونو تنظیمول، یو منظم کاري چاپیریال رامنځته کول، د ولایت له مقام سره د بشپړې همغږۍ رامنځته کول، د اسنادو د آرشیف په ښه توګه تنظیمول، د معیاري ګدامونو جوړول ، د نیمګړتیاوو ډکول او د وقایوي پروژو پلي کول دی.
د دې ترڅنګ، محترم ترابي صاحب د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د  مرستیال والي محترم مولوی دادخدا خادم سره هم وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت څرنګوالي، زیانمنو خلکو ته پر وخت رسیدنې او د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر پلي کولو بحث وکړ.  
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکي له مراجعینو سره نیک چلند کولو، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کولو، د بیت‌المال په سمه توګه کارولو او اداري اصول رعایت کولو ته وهڅول او له هغوی  څخه یې وغوښتل چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د هېواد د پرمختګ لپاره له خپلې مسلکي پوهې څخه ګټه واخلي. همدارنګه نوموړي هغوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .