له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو دوه تفاهم نامې لاسلیک شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۶:۵۰
news image

نن ورځ یکشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د OHW موسسې مرستیال ډاکټر حکمت الله عثماني سره وکتل او له یادې موسسې سره یې د ګډو همکاریو دوه تفاهم نامې لاسلیک کړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د ژمي په موسم کې د زیانمنو شویو خلکو لپاره د مرستو رسولو، نورو اړوندو فعالیتونو او د دوامداره همکارۍ په اړه یې بحث وکړ او د پروژو په پلي کېدو کې یې د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
لومړۍ تفاهم نامه: د ۷۳۷,۵۴۸ ډالرو په ارزښت، چې ۱۸۳۰ زیانمنو کورنیو ته په هلمند، سرپل او تخار ولایتونو کې په داسې ډول چې، ۷۲۰ کورنیو ته په هلمند، ۳۴۰ کورنیو ته په سرپل او ۷۷۰ کورنیو ته په تخار ولایت کې هرې کورنۍ ته د ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د سون توکي، د ۷۴ ډالرو په ارزښت ژمنۍ البسې او د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ تختې کمپلې وېشل کېږي.
دویمه تفاهم نامه: د هرات ولایت په انجېل ولسوالۍ کې د ۹۳،۵۵۴ ډالرو په ارزښټ ۷۵ تشنابونه، ۱۵۰ کورنیو ته ۵ تختې کمپلې، ۵۰ کورنیو ته ۷۰ ډالره نغدي پیسې، ۱۵۰ کورنیو ته سولري برق سیستم او د ۷۵ کورنیو لپاره به د اوبو فلټرونه چمتو کېږي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .