له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CRS موسسې د ۲۰۰,۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ګدو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۵۴
news image

نن سهار د یکشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د CRS مؤسسې د کابل د دفتر له مسؤل، احمد فرید صمیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب، د دې مؤسسې مسؤل ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې په ډېرو ولایتونو کې داسې زیانمنې کورنۍ شته چې جدي مرستو ته اړتیا لري او باید ټولې مرستندویه مؤسسې او سازمانونه همکاري وکړي ترڅو زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسیږي.
همداراز ترابي صاحب، د CRS له مؤسسې څخه  مننه وکړه چې تل یې زیانمنو کورنیو ته بېلابېلې مرستې رسولې دي، او ټینګار یې وکړ چې مؤسسې باید د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د مرستو د رسولو بهیر ګړندی کړي.
په ورته وخت کې، د CRS مؤسسې د کابل د دفتر مسؤل، احمد فرید صمیم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه چې د مؤسسو کارونه پر وخت ترسره کوي او په کارونو کې یې چټکتیا رامنځته کړې. نوموړي ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به زیانمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شي. 
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، ټولټال د ۲۰۰,۰۰۰ ډالرو په ارزښت، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ ۱۶۰۰ هغو کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوي، هرې یوې ته به ۷۰ ډالر نغدي مرسته او ۳۵۰ نورو کورنیو هرې یوې ته به د ۶۸ ډالرو په ارزښت، ۱۰۵ کیلو د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۰ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .