له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د ګډو همکاریو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۱:۹
news image

نن د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان  (IOM) تر منځ د یادې ادارې په انګړ کې تخنیکي غونډه ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو ټیمونو د جوړولو د بهیر ارزونه، د راتلونکو تطبیقېدونکو پروژو په اړه د دواړو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کارکولو په اړه خبرې کول او زیانمنو شویو ته په اغېزمنه توګه رسېدل وو. 
په دې غونډه کې د نړیوالو اړیکو آمر؛ محترم برهان الدین، د مرکزي عملیاتو او بیړنیو حلاتو رئیس؛ قاري محمد خوشهال زماني، د وقایې او خطر کمولو رئیس؛ ملا نور محمد بدري او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې یو شمېر آمرینو، همداراز د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د بیړنیو مرستو د پرګرام مسؤلې؛ میرمن غده برکت، د میرمن غدې مرستیال؛ فهیم سافی، د انجنیرۍ برخې آفیسر؛ جمود، د ساختماني پروګرام مسؤل؛ انجنیر حسیب الله او نورو پلاویو  ګډون کړی وو.
د ناستې اصلي بحثونه د د کډوالۍ نړیوال سازمان د راتلونکو پروژو په اړه د معلوماتو د ورکولو، د بېړنیو حالاتو پر مهال په ځواب وینه کې د رضاکارانه ټیمونو مهم رول، د هغوی د ظرفیت لوړونې په لارو چارو، په بیړنیو حالتونو کې د مؤسسو لخوا د ښځینه کارکوونکو په رسېدنه کې ستونزې، د خلکو له وړتیاوو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د داخلي او نړیوالو ادارو تر منځ د همغږۍ اړتیا ته ځانګړي شوي وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د رضاکارو ټیمونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او همدارنګه یې د کابل ولایت په ټولو ولایتونو کې د رضاکارانه ټیمونو د جوړولو په هکله معلوماتو وړاندې کړل او د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یې د نړیوالو ادارو د تخنیکي او مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان مسئولانو هم د یادې طرحې ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې موضوع به له ډونرانو سره شریکه کړي او د مالي سرچینو د جلبولو لپاره به هڅې وکړي. 
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د دوامداره ناستو، ګډو همکاریو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د اغېزناکې ځواب وینې لپاره د تفاهم او د دې پروګرام د مالي ملاتړ لپاره یې ژمنتیا وښوده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادار

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .