له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) ترمنځ د ۱,۰۱۹,۰۳۴ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۲۳:۱۴
news image

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) له رئیسې، مېرمن شیرین حسن ابراهیم او د هغې له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د یادې کمیټې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې موږ مؤسسو ته واک ورکړی دی چې په هره برخه او هر ولایت کې چې کولای شي، خلکو ته مرستې ورسوي او بنسټیزې پروژې پلي کړي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو په ګډون له ګڼو ستونزو اغېزمن شوی او مرستو ته اړتیا لري، نو ځکه موږ له موسسو سره چټکه او شفافه همکاري کوو.
ورته مهال، مېرمن شیرین د دې ترڅنګ چې د خپلې روانې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل، د ترابي صاحب او د دې ادارې د کارکوونکو له تېرو همکاریو څخه یې هم مننه وکړه. هغې وویل، یو له هغو دلایلو چې موږ کولای شو خپلې پروژې په چټکۍ سره پلي کړو او له ډونرانو څخه زیاته بودجه ترلاسه کړو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اغېزمنه او پر وخت همکاري ده چې موږ ته د دغو کارونو زمینه برابروي.
په پای کې، دواړو لوریو د ۱,۰۱۹,۰۳۴ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه. د دې تفاهم‌نامې له مخې به، ۲۰۸۰ اړمنو او زیانمنونکو کورنیو ته د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشل شي، په دې توګه چې هرې کورنۍ ته به د ۳۰۰ ډالرو مرسته د اړتیا او زیان‌مننې کچې ته په کتو په بېلابېلو قسطونو کې ووېشل شي.
همداراز، د هرات او بادغیس ولایتونو له خطر سره مخ د سیمو تخنیکي سروې هم د دې پروژې برخه ده، تر څو د دې کمېټې او نورو اړوندو ادارو لخوا د راتلونکو پروژو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د تخار ولایت له مرستیال او سرپرست والي سره وکتل او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارنې او کارکوونکو ته د لارښودنې بهیر یې پیل کړ

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د فني او تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سیند د بستر د پاکولو او کیندنې چارې بشپړې شوې

 

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس محترم الحاج محب‌الله جاهد، د عنابه ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي فضل‌الرحمن رحماني او د سیمې د سپین‌ږیرو په شتون کې، د دې ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله زیانمنو ته نغدې مرستې ووېشلې

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله درې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .