له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان دفتر ترمنځ د ګډو فعالیتونو د بهیر د آسانتیا لپاره تخنیکي غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۵:۱۳
news image

نن ورځ پنجشنبه، د غرمې پر مهال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان د دفتر د استازو ترمنځ د پېښو د مدیریت لکه، په بېړنیو حالاتو کې رسېدنه، وقایوي پروژې، پوهاوي ورکولو او د نورو تخنیکي مسایلو په برخو کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، حافظ محمد یوسف حماد، د بهرنیو اړیکو مسؤل، برهان‌الدین خان، د هستوګنې لپاره د آغا خان د دفتر لوی رئیس، راحت‌الله بیک، د بېړنیو حالاتو مسؤول، سید احمد سهیم، د پروګرام مسؤول، ابرار حسین او همداراز د دې ادارو او یادې موسسې یو شمېر آمرینو ګډون کړی و.
د ناستې اصلي تمرکز څېړنه، استراتیژي، د بېړنیو فعالیتونو د بهیر چټکتیا او آسانتیا، وقایوي پروژې، دوه اړخیز ژمنتیاوې، دGIS  سیستم، د معلوماتو تبادله، او د دوامداره همکاریو پراخول وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د خپلو فعالیتونو او اوسنیو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له نړیوالو شریکانو سره یې د نږدې همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
همداراز، د هستوګنې لپاره د آغا خان د دفتر مسؤولینو، د بشري مرستو د خدماتو په وړاندې کولو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستو د رسولو د بهیر پر چټکتیا، وقایوي پروژو، د ظرفیت لوړولو او په نورو برخو کې د یادې موسسې د اغېزمنې همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې، د سیلابونو کارپوه، سید کریم‌الله دانش، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د فعالیتونو اړوند یو مفصل پریزنټېشن وړاندې کړ، او د هستوګنې لپاره د آغا خان دفتر د انجنیري برخې مسؤول، انجنیر حارث حیدري لخوا د هستوګنې د پروژو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو.
 د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام، د پروګرامونو په پلي کولو کې د همغږۍ د ښه والي، او د معلوماتو د اغېزمنې تبادلې پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۱۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوړپوړي پلاوي سره وکتل 

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ناورینونو د مدیریت د څانګې له رئیسې، اغلې شُوکو نوډا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته خیمې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتر، د مزار شریف ښار په بېلابېلو نایحو کې د ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د غرونو د ښوېېدو له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .