له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د مډرن کرنیز او مالدارۍ مؤسیسې تر منځ د (۴۱۱,۵۴۹) د څلور لکه یوو لس زره پنځه سوه نهه څلویښت ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک سوه.

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۱۸
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې امادګۍ سرپرست  الحاج ملانورالدین ترابي د مډرن کرنیز او مالدارۍ مؤسیسې د رئیس محمد ناصر قادري سره وکتل. 
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې  رئیس ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي په ډیرو ولایتونو کي زیایمني کورنۍ شتون لري چي مرستو ته جدي اړتیا لري او باید ټول مؤسیسات او سازمانونه خپلي مرستي ورسره وکړي، ترڅو د مرستو څخه برخمني سې.
همداراز ترابي صاحب د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چي تل یی دزیایمنو کورنیو سره بیلابیلي مرستي کړي او باید خپل مرستي د افغان اولس سره جاري وساتي او د مرستو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ.
د مډرن کرنیز او مالدارۍ مؤسیسې رئیس محمد ناصر قادري د یادي ادارې د سرپرست څخه ځانګړي مننه وکړه چي پر وخت یی کارونه خلاص شوي دي او په کارو کي چټکتیا راویستلي ده او ژمنه یی وکړه چي ډیر ژر به مرستي تر اړمنو کورنیو ورسوو.
په پای کې د دواړو لوریو لخوا ۴۱۱۵۴۹ د څلور لکه یوو لس زره پنځه سوه نهه څلویښت ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک سوه چي له مخې به یې، د سرپل ولایت د ۱۵۵۷۶ بې وزلو او اړمنو کورنیو ته په دري پړاوه کې غذایي مواد او نغدي پیسې وویشل سې.
① ۵۷۷۴ کورنیو ته  نغدي پیسې ویشل کیږي چي هرې کورنۍ ته به ۲۹۰۰ افغانی دڅلورو میاشتو لپاره وركول كيږي.(امکان سته چې په ځینو سیمو کې مرسته دري یا څلورو میاشتو پیسې په یو ځل توزیع شي، دا پریکړه به د اړتيا او د ډونر د بوديجې له مخي کیږې).
② ۹۴۲۲ کورنیو ته به خوراکي توکي توزیع شي د څلور میاشتو لپاره، چې پکې شامل دي ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړي. ۶.۲کیلو دال نخود، نیم کیلو مالکه، پلمپي او سوپر سیریال امکان لري چې دا مرستی هم درې یا څلورو میاشتو دا  په یو ځل توزيع کړي د اړتيا او بودیجې له مخي).
③۳۸۰ کورنیو ته به خوراکي توکي وویشل کیږي په دوه  قسطه کې، د بیړنیو حالاتو لکه سیلابونو یا نورو طبيعي پېښو له امله زیانمن شوي وي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .