له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام تر منځ د بیړنیو کړنو د آسانتیا په پار تخنیکي غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۸:۱۵
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) استازو په شتون کې، په بیړني حالت کې د ګډو همکاریو د نقشې د ارزونې په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ د رییس، قاري نورالدین رستم خیل، د کارکوونکو چارو د رییس، محمد عابد نعماني، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس، حافظ محمد یوسف حماد، د نړیوالو اړیکو ریاست د سرپرست، برهان الدین خان، د اړیکو د مسؤل، اون شیورټ، د بیړنیو چارو د مسؤل، پاول ایلور، د اړیکو د مدیر، حمید الله افغان او د دې ادارې د آمرینو او د خوړو د نړیوال سازمان د یو شمېر  کارکوونکي په شتون کې ترسره شوه.
د دې غونډې اصلي تمرکز د بیړنیو فعالیتونو د آسانتیا او ګړندي کولو لپاره د نقشې د ارزونې، د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، دوه اړخیزې ژمنې، جغرافیایي هدفونه، د معلوماتو تبادله او د دوامداره همکاریو پراخول وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د شته فعالیتونو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له نړیوالو شریکانو سره یې د نږدې همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په مقابل کې، د WFP مسؤلینو د بشردوستانه خدماتو په وړاندې کولو کې د اغېزمنې همکارۍ او د طبیعي پیښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د مرستې رسولو پروسې د ګړندۍ کولو لپاره د سازمان په ژمنتیا ټینګار وکړ. 
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام، د پروګرامونو په تطبیق کې د همغږۍ پر ښه والي او د معلوماتو پر اغېزمنې تبادلې ټینګار وکړ.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .