له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د ۶۹۶,۹۵۹ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۲:۵۸
تصویر خبر

نن د سه‌شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د اکټیډ نړیوالې موسسې له رئیسې الکسانډرا ایواس او د هغې له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ چې د دې ادارې اساسي موخه د خلکو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کول او د زیانمنو کسانو لپاره د زیاتو مرستو رسول ده. نوموړي زیاته کړه چې دوی نه یوازې د مرستندویه مؤسسو ملاتړ کوي، بلکې هغوی هڅوي تر څو د زیانمنو کسانو سره د مرستو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره لا زیاته بودجه ځانګړې کړي. همداراز، نوموړي د مرستو د شفافیت او د ویش بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ، تر څو مرستې مستحقو کسانو ته په سمه توګه ورسیږي.
ورپسې، د اکتید نړیوالې موسسې رئیسې، الکسانډرا ایواس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه د همکاریو له امله مننه وکړه او د دې پروژې په اړه یې توضیحات وړاندې کړل. نوموړې وویل چې دغه پروژه د AHF دفتر په مالي ملاتړ او د اکټیډ موسسې لخوا د ۶۹۶,۹۵۹ ډالرو په ارزښت پلي کېږي. په دې مرستو کې به، د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ۲,۹۷۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم نامې له مخې به، د ۶۹۶,۹۵۹ ډالرو په ارزښت، د بدخشان ولایت د ارګو، دراییم، یاوان او کوهستان ولسوالیو ۲,۹۷۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې وېشل کېږي، چې هرې کورنۍ ته به ۱۷۰ ډالره په څلورو قسطونو کې ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۳۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٨ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د پریان ولسوالۍ په شالکچه،پیر ګذر، کوهسار پایین، شانیز، کوجان او کوهسار کلیو کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي او د واورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د یونیسف دفتر په ملاتړ، ۲۱۹ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .