له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د کمپیوټري پروګرامونو د زده کړې لپاره د وړتیا لوړولو پروګرامونو ترسره کولو او د روزنې مرکز فعاله شو

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۶:۳۶
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د دې ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او د ادارې د پراختیا آمریت، د نوي شامل شویو رئیسانو او هغو کارکوونکو لپاره چې له روزنیزو دورو پاتې وو، د کمپیوټري پروګرامونو د زده کړې د وړتیا لوړولو پروګرام د دې ادارې په روزنیز مرکز کې چې په  شل پایو کمپیوټرونو سمبال دی، پیل کړ.
د دې پروګرام په لومړۍ دوره کې به ۵۰ مرکزي کارکوونکي او رئیسان په درې وختونو کې د کمپیوټر لومړني پروګرامونه زده کړي، چې د دوی درسي پروګرام نن په رسمي ډول پیل شو.
د یادونې وړ ده چې دا د کارکوونکو چارو ریاست روزنیز مرکز په ۱۳۹۹ هجري شمسي کال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان په همکارۍ د بشري سرچینو د ریاست د روزنیز مرکز په نوم جوړ شوی و؛ خو د تېرې ادارې د کم‌کارۍ او ګټې نه اخېستو له امله په بشپړ ډول غیر فعال شوی و، چې خوشبختانه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ اوس بیرته فعال او ترینه ګټه اخیستل کېږي. په پام کې ده چې په دې مرکز کې به د دې ادارې کارکوونکو ته بېلابېل کمپیوټري پروګرامونه ورزده کړل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر



 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .