له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست  په افغانستان کې د يوناما اقتصادى او انکشافى مرستيال سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۱:۴۹
news image

نن ورځ یک شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د يوناما اقتصادي او انکشافي مرستيال انډريکا راټ ويټې سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي یوناما سازمان تل زموږ سره په بشري اوتخنیکي مرستو کي همکاری کړې ده چي موږ ورڅخه ځانګړي مننه کوو او په راتلونکي  کي یی هم پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
همداراز، د پیښو په برخه کې د بشري کومکونو مديريت کول، د ماينونو دخطراتو په هکله عامه پوهاوۍ او د ماينونو د پاکولو په هکله پر دوه اړخیزو همکاریو باندې ټینګار وسو.
په افغانستان کې د يوناما اقتصادي او انکشافي مرستيال، انډريکا راټ ويټې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه چي موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره په طبیعي او غیر طبیعي پیښو کي زیاته همکاري کړي ده او موږ به تل هڅه کوو چي د دې ادارې سره همکاره پاته سو.
 ښاغلې راټ ويټې زیاته کړه چي موږ داقلمي بدلون د زیانمنو او د وچکالۍ دمخنیوي په اړه څیړنه کوو چي څومره کسان زیانمن کیږي ترڅو موږ پر وخت تدابیر ورته ونیسو او هغه کډوال چي هیواد ته راستانه شوي دي او یاهم راستنیږي موږ به ورته د ناچاودو توکو په اړه عامه پوهاۍ ورکړو.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۶ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .