له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې او دناروې دمرستو نړیوالي موسیسې NCA تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۱۲
news image

نن ورځ چهارشنبه له پیښو سره دمبارزې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او دناروې دمرستو نړیوالي موسیسې NCA رئیس کانیوس ساویس او معاون نیکولاس اسمت او دیادې پروژې دمسؤل حبیب مصطفی او دارتبطاتو او دهماهنګۍ مسؤل خانزاده سباوون  سره دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه. 
له پیښو سره دمبارزې امادګي ملي ادارې سرپرست ترابي صاحب تر هرڅه مخکي دNCA موسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یی څرګنده کړه چي   هر وخت اوس موسیساتو افغانستان کي همکاریو او مرستو ته دوام ورکړی او باید لانور هم زیات دوام ورکړي.
ترابي صاحب زیاته کړل چي موږ هڅه کوو چي ژر ترژره دموسیساتو کارونه خلاص کړو ترڅو افغان اولس یی دهمکاریو څخه برخمن سي او د ټولو موسیساتو سره ددولت په اصولو او چوکاټ کي پوره همکاري کوو.
په مقابل کی د موسیسې رئیس کانیوس ساویس وویل چي خوشاله یو چي موږ ته مو دملاقات وخت راکړ او په دی هم خوشهالع یو  یی  چي په  کارو نوکي مو هیڅ خنډ او ځنډ نه دی راغلی همدارنګه یی  وویل چي موږ په بیلابیلو برخو کي افغان اولس ته خدمت کوو لکه د واش؛ پاکو اوبو رسولو په برخه کي او بي روزګاره ځوانان پر کار کړو اودنورو هیوادونو څخه مرستي راوړو ترڅو یی په افغانستان کي په لویو او کوچینو پروژو مصرف کړو.
دیادي پروژې مسؤل حبیب مصطفی وویل چي NCA موسیسه د۳۰ کالو  راهیسي په افغانستان کي فعالیت کوي او خلګو ته خدمتونه کوي او یادونه یی وکړل چي په هرات کي  تیر کال زلزله سوي وه موږ خپل پوره همکاری وکړه او په یاده مرسته کي مو ډیرو کورنیو ته ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشلي دي مصطفی همدارنګه وویل چي موږ ځینو کورنیو ته موقت کورونه هم جوړ کړل ترڅو عاجله استفاده تري وکړي.
دیادوني وړ ده چي یاده پروژه چي په هرات ولایت کي پلي کیږي د۱۴۰۴۰۰۰ څوارلس لکه او څلور زره ډالرو په ارزښت زیانمنو سو کورنیو ته پاخه او اساسي کورونه جوړول؛ دکورنیو سره نغدي مرسته او کورنیو ته دپیښو دخطرونو دکمولو په اړه عامه پوهاوی شامل دي
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۵ هـ ق
له پیښو سره دمبارزي امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې له خوړونو څخه د ډبرو او خټو د پاکولو او د یو ډبرین دیوال د جوړولو کار دوام لري 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز اړوند ۱۰۰ مستحقو کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .