د WFP مؤسسې لخوا په ۱۶۳ سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۳:۳۳
News

۱۴۴۴/۱/۹
په میدان وردګو ولایت کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست سره په همغږۍ WFP مؤسسې په ۱۶۳ سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست رییس مولوي فیض الله جلالي وویل، د WFP یاده مرسته د ولایت په کچه په هغو ۱۶۳ کورنیو وېشل کېږي، چې وروستیو سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي وو او په دغه مرسته کې، د ۲۰ زرو افغانیو په ارزښت ۲ سوه کیلو ګرامه اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، ۲۵ کیلو ګرامه اوړه، د ماشومانو لپاره بسکوېت او غذایي مواد شامل وو.
د مرستې د وېش پر وخت ښاغلي جلالي زیاته کړه، په ولسوالیو کې مو لاهم د هغو زیانمنو کورنیو سروې دوام لري، چې ځمکې او کرنیز محصولات یې لمنځه تللي دي.
د یادولو ده، چې درې ورځې مخکې هم له یاد ریاست سره په همغږۍ خیریه مؤسسو په یادو ۱۶۳ کورنیو د ۶۵ زرو افغانیو په ارزښت نغدي مرسته او غیرخوراکي توکي ووېشل.
news picnews pic

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .