د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره خېمې ودرول شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د همکارو بنسټونو په ملاتړ، د وروستۍ زلزله ځپلو د ملاتړ په موخه په څوکۍ ولسوالۍ کې خیمې ودرولې.
دغه خیمې د دره دیوه‌ګل په سیمه او د بادیزو په کلي کې ودرول شوې ترڅو زیانمنې شوې کورنۍ له راتلونکو احتمالي پېښو څخه لنډمهاله سرپناه او نسبي امنیت ولري.
دغه اقدام د زیان‌منو کورنیو د بېړنیو مرستو د پروګرام یوه برخه ده او د زیانونو د کچې معلومولو هر اړخېزه څېړنې او د نورو اړینو مرستو د وېش بهیر دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو سره به د نورو مرستو لکه، خوراکي توکي، روغتیایي خدمات او نورو اساسي اړتیاوو وړاندې کولو لپاره همغږۍ دوام وکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .