د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چپه دره ولسوالۍ کې تړلې لارې بېرته پرانیستې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د قدرتي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د عامه زیربناوو د ساتنې او د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه، په چپه دره ولسوالۍ کې د مانده، ویالو او سېلابي لارو د پاکولو او د زیانمنو شویو سړکونو د بېرته پرانیستلو چارې پیل کړې دي.

دغه عملیات، چې د یکشنبې له ورځې پیل شوي، د کلاچي، چومبرک، ګوشلام، ورسک، نیګاه او مرخنیو سیمې یې تر پوښښ لاندې نیولي او په کې د مانده، ویالو، او د سېلابي اوبو د تېرېدو لارو پاکول شامل دي.

د دغو اقداماتو په ترڅ کې، د چپې درې ولسوالۍ له مرکز څخه تر بهادر کلي پورې هغه سړک، چې د وروستیو سېلابونو له امله د خټو، ډبرو او رسوباتو له امله تړل شوی و، د درنو ماشینونو په وسیله پاک او بېرته د خلکو پر مخ پرانیستل شو.

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد مبین مفتون عمر، هم ټینګار وکړ چې د یادو اقداماتو ترڅنګ، د ولایت په نورو ولسوالیو کې د وقایوي پروژو پلي کول هم دوام لري، څو د قدرتي پېښو له ګواښونو څخه د خلکو ژوند، مال او شتمنۍ خوندي وساتل شي.

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د خطرونو د کمولو، د عامه زیربناوو د ساتنې او د خلکو د خوندیتوب د تأمین په موخه به د وقایوي پروژو او اقداماتو پلي کول په دوامداره توګه روان وي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .