د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په اسمار ولسوالۍ کې د سیلاب له خطر سره مخ پل او استنادي دیوال د ترمیم او د خوړ پاکولو کار پیل کړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسمار ولسوالۍ د زوړ اسمار په سیمه کې د سیلابونو د خطرونو د کمولو په موخه د یوه خوړ د پاکولو او له ګواښ سره مخ پل او استنادي دیوال د ترمیم عملي چارې پیل کړې.

یاده پروژه د سیمې د اوسېدونکو د ځان او مال د خوندیتوب، د سیلابونو د احتمالي زیانونو د مخنیوي او د عامه زیربناوو د ساتنې په موخه پلې کېږي. د دې پروژې لومړنۍ تخنیکي سروې څه موده وړاندې ترسره شوې وه او د سروې د موندنو او اړتیاوو له ارزونې وروسته یې د پروژې عملي کار پیل شو.

د پروژې د پلي کولو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري ۶۰۰ لیټره تېل ځانګړي شوي دي. په دې پروژه کې د خوړ پاکول، د استنادي دیوالونو ترمیم او د سیلابي اوبو له خطر سره مخ د پل د ساتنې او ترمیم چارې شاملې دي. تمه کېږي چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د سیمې ګڼ شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د خلکو د تګ راتګ اسانتیا به هم برابره شي.

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي محمد مبین (مفتون عمر) ویلي، چې د یاد ریاست په هڅو د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د وقایوي او د خطرونو د کمولو پروژو د پلي کېدو لړۍ دوام لري، څو د طبیعي پېښو د زیانونو کچه راټیټه او د خلکو ژوند، شتمني او عامه زیربناوې خوندي وساتل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .