د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د زیانونو له کره ارزونې وروسته، هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې وې، د خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. د مرستو دغه وېش د ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست د ګډ پلاوي په شتون کې ترسره شو.
هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو آرد، ۵۰ کیلو وریجې، یو جوړه څپلکې، یو بوتل ۵ لیټره غوړي او یو پلاستیکي سطل ووېشل شول.
۱۴۴۶/۵/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره