:: د کارکوونکو چارو ریاست ::

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د موثریت او اغیزمنتوب لوړولو په موخه د بشري سرچینو د پلان جوړونې، استخدام، روزنې او پراختیا مسؤلیت لري. دا ریاست د نافذه قوانینو سره سم د کارکوونکو چارو پالیسیو په تطبیق سره د شفاف استخدام، د کارکوونکو د فعالیت دقیق ارزونې او تشکیلاتي جوړښت بیا کتنې لپاره زمینه برابروي.

همدارنګه، د کارکوونکو چارو ریاست د دندو د لوایحو په ترتیبولو، د کارکوونکو د هوساینې او کاري خوندیتوب څارنه، شکایتونو ته د رسیدګۍ او د اړتیاوو پر بنسټ د روزنیزو پروګرامونو په تطبیق سره د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې مهم رول لوبوي.

 

موخه:

  1. د وړ اشخاصو جذب او استخدام:
  2. د کارکوونکو له حقوقي او اداري چارو د قوانینو او مقرراتو څخه ډاډ ترلاسه کول.

    د ثبتولو د سیستمونو رغول او د هغې ډیجیټلي جوړول او همدارنګه د کارکوونکو د چارو مدیریت کول.

  3. د کارکوونکو د قوانینو او مقرراتو رعایتول:
  4. د اغېزمنتوب د زیاتوالي په موخه د تشکیلاتي جوړښت ارزونه او ښه والی.

  5. د کارکوونکو د سیستمونو مدیریت:
  6. د هڅوونکو پروګرامونو، د معاش د زیاتوالي، ګټو او  وړ کاري چاپیریال رامنځته کول.

  7. د تشکیلاتي جوړښت پراختیا:
  8.  د کارکوونکو د کړنو د څارنې، ارزونې او ښه والي په موخه د شفاف سیستمونو رامنځته کول.

  9. په دنده کې د هڅونې او رضایت رامنځته کول:
  10. د کارکوونکو د زده کړې او د هغوی د مهارتونو د لوړونې په موخه پروګرامونه په لاره اچول.

  11. د کارکوونکو د کړنو ارزونه او مدیریت: 
  12.  د متخصص او متعهد کسانو په استخدامولو کې د وړ سیاستونو ترسره کول.

  13. د کارکوونکو ظرفیت جوړول او پراخول:          

د کارکوونکو چارو ریاست اساسي دندې:

د کارکوونکو چارو ریاست د پلان نیولو، جذب، زده کړې او د اداري چارو  د اغېزمنتوب په موخه د بشري قوې د پراخوالي مسؤل دی.

  1. د امارت د پالیسیو مطابق، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د موخو او پروګرامونو په نظر کې نیولو سره د پروګرامونو طرحه کول.
  2. په له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د نافذه اصولو او قوانینو مطابق د کارکوونکو چارو د پالیسیو پلي کول.
  3. د اړونده طرزالعمل په رڼا کې د آزاد رقابت او د کارکوونکو د استخدام د تعییناتو د لړۍ ترتیبول.
  4. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اړوند له افغانستان هېواد سره د ورته ملي او د نورو هېوادونو د مثبتو تجربو په نظر کې نیولو سره د تشکیلاتي پالیسیو طرحه کول او ترتیبول.
  5. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تشکیلاتي جوړښت ارزونه ترسره کول.
  6. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو د دندو تجزیه، تحلیل او ګروپ بندي کول.
  7. په تشکیل کې د ټولو شته بستونو لپاره د دندو د لایحو ترتیبول او طرحه کول او د اړتیا پر وخت د هغې ارزونه ترسره کول.
  8. په اغېزمنه او ګټوره توګه د کارکوونکو د اړیکو د اړونده قوانینو له پلي کولو څخه څارنه کول.
  9. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د منل شوي تشکیل له پلي کېدو څخه څارنه ترسره کول.
  10. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو هوساینه، روغتیا او خوندیتوب تأمینول.
  11. په اغېزمنه او ګټوره توګه د کارکوونکو شکایتونو ته رسېدنه او د هغوی د اختلافونو ارزونه ترسره کول.
  12. کارکوونکو ته د مقررو، طرزالعملونو، د خدماتي کارکوونکو د قانون، د کار د قانون، د ټولو تقنیني سندونو او نورو قوانینو په اړه پوهاوی ورکول.
  13. خلکو ته د اغېزمنو، ګټورو او شفافو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د طرزالعملونو ( پرسیجرونو ) طرحه کول.
  14. د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او ارزونې په موخه د ښوونیزو پلانونو طرحه کول او ترتیبول.
  15. د کارکوونکو د ظرقیت لوړونې په موخه د زده کړه ییزو پروګرامونو پلي کول او د هغوی ارزونه کول.
  16. له اړونده آمریتونو څخه د تحلیل او توحید په موخه د راپورونو اخیستل او مقاماتو ته د هغې وړاندې کول.

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .