د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د انټرساس موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۱۵۷ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال نه سو او لس زره او شپږ سوه (۹۱۰,۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
