د پروان ولایت سرخ سنګ په کلي کې د فلزي پل جوړولو کار پیل شو

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۷:۱۶
news image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت شینواري ولسوالۍ په سرخ سنګ کلي کې په غوربند سیند باندې د یو پایه فلزي پل جوړولو لومړني کارونه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام لارښوونې پر بنسټ پیل کړل.
د دې پل د خط اچولو کار نن ورځ د یو پلاوي او ساختماني شرکت استازو په شتون کې پیل شو او د دې پروژې لګښت د یادې ادارې له بودیجې څخه ورکول کېږي. 

د ربیع الاول ۲۲-۱۴۴
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۴۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن ‌اېډ موسسې ترمنځ د درې سوه، اته شپېته زره او پنځه سوه اته اتیا  (۳۶۸،۵۸۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اکشن اېډ موسسې له رئیس، محترم سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۱۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پیاوړتیا لوړولو چاپيریال ساتنې او بشري مرستو موسسې ترمنځ د ۴۰،۵۶۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د REHA موسسې له اجرائیوي رئیس، محترم محمد یوسف حمیدیان سره په خپل کاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۵۹
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .