د وزارت د نړیوالو اړیکو رییس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) استازو سره لیدنه وکړه

کابل- د جوزا ۲مه-۱۴۰۱
محترم شمس الدین حقیار پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو اړیکو رییس، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له استازو سره د محترم مولوي جانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس په شتون کې د رسېدنې په برخه کې د کړنو پر تقویه کولو، په وسایلو د سمبالولو او د وزارت کارکونکو لپاره د ظرفیت لوړلو د پروګرامونو د ترسره کولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د ستونزو، همغږي او همکاري پر زیاتوالي، زیانمن شویو ته د رسېدنې لړۍ پر تقویه کولو او ولایتي دفترونو ته د انټرنټ د وسایلو اخیستلو او د وزارت کارکونکو لپاره د ظرفیت لوړلو په پروګرامونو ترسره کولو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
