د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوزاد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د اوبو بند د ترمیم کار پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي، او دا وقایوي يروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا پلي کېږي. د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوزاد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د اوبو بند د ترمیم کار د ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانیو په لګښت پیل کړ.
د اوبو دا بند چې مخکې د یاد ولایت مقام لخوا جوړ شوی و, خو ځینې کارونه یې پاتې وو چې اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي جمعه خان مستقیم او سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د اوبو بند د بشپړېدو کار پیل شو.
د دی کار په بشپړېدو سره د بارانونو اوبه په دی بند کې ذخیره او د سېلابونو خطرونه به را کم شي. همدارنګه, د کرنیزو ځمکو لپاره به هم ګټور تمام شي.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دې اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۰۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د میمنه ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۴۱۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۵۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٣٦ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له ولایت مقام او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست سره په همغږۍ، د دې ولایت د مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې ٢٣٦ مستحقو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت په بند چک ولسوالۍ کې یو شمېر ناچادوه توکي کشف او خنثی کړل شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا QRT-04 ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت د بند چک ولسوالۍ په مدد او کاکا خیلو کلیو کې یو عدد بوشکه ډوله د سړک د سر ماین. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .