د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ کډوالو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د محترم عالي مقام د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ، له ایران هېواد څخه راستنو شویو ۵۰۰ کډوالو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، یاد شمیر کورنیو ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰۰ بورۍ وریجې او ۵۰۰ د جامو کيټونه ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
