د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۳۳۶ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ، د یاد ولایت نورګرام، برګمتال، ویېګل او کامدېش ولسوالیو اړوند د پېښو له امله ۳۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس محترم مفتي قیام الدین جانباز او د IOM موسسې استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۲۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه وکړه او د مرستو د زیاتوالي او دوام غوښتنه یې وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره