د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پچیراګام ولسوالۍ قومي مشرانو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د چمتووالي تجهیزات ووېشل

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د همغږۍ پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د یاد سازمان په مالي همکارۍ، د یاد ولایت پچیراګام ولسوالۍ د سیدخېل او زمرخېل کلیو مشرانو ته په دوو کانټینرونو کې په بېړنیو حالاتو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي لپاره د ژغورنې تجهیزات ووېشل.
په دې کانټینرونو کې ۶۸ قلمه اړین تجهیزات شامل دي، چې د سیمې د مشرانو لخوا ترلاسه شول.
د دې مرستو موخه دا ده چې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او نورو پېښو پر مهال د ژغورنې امکانات برابر شي. دا چمتووالی ډېر ارزښت لري، ځکه چې په بیړنیو حالاتو کې د دغو تجهیزاتو له لارې ټیمونه کولای شي زیانمنو کسانو ته حیاتي مرستې ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د ژغورنې وسایل د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره اساسي رول لري او په بېړنیو شرایطو کې د زیانمنو کسانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته اسانتیاوې برابروي.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره