د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ٢٥٠ کیلو بمب خنثی کړل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۵۱
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا او QRT-04 ماین پاکۍ مؤسسو په ملاتړ، یو ٢٥٠ کیلو بمب د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکاني سیمه کې کشف او په خوندي توګه خنثی کړ.
په عین حال کې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماین پاکۍ تخنيکي ګرځنده ټيمونه په ټول ولایت کې موظف کړي، ترڅو په پاتې سیمو کې د چاودېدونکو توکو له امله را منځته کېدونکي خطرونه کم کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ریاست له خلکو غوښتي چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړين اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴٧/۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .