د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۵۴
news image

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) سازمانونو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د همغږۍ پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو سازمانونو په مالي ملاتړ، د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۹۸ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د کډوالۍ نړېوال سازمان (IOM) لخوا هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو بشپړ کېټ، د کور جوړولو بيړنی کيټ، يو هايجن کيټ، پلاستيکي فرش، يو د کمپلو کېټ او د لمريزي بريښنا څراغونه وویشل شول. همدارنګه، ۵۰ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
د دې ترڅنګ، د UNFPA سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ژمنی کيټ (کمپله او ترپال) او ډيګنټي کيټ هم ووېشل شول.
مرسته اخيستونکو کورنيو خوښي وښوده او دې ته ورته د مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګی ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۵۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د دوهم پړاو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .