د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاکستان هېواد څخه ٣٨ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې او د ولایت مقام په همغږۍ، له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ٣٨ کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/١٠/٢٤ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره