د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په خوست کلي کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې، ۱۰ فیره ۷۲ میلي مترۍ د هاوان مرمۍ، ۸ فیره د هاوان سرګلولې او یوه کړۍ خوشه یي ماین کشف او خنثی کړ.
د یاد ریاست مسؤلینو له مسؤلینو څخه غوښتي، چې د هرډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د له منځه وړلو لپاره پر وخت اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
