د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د هنګرې او له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټونو په ملاتړ، د دې ولایت په کوهستان او ګرزیوان ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د هنګرې دفتر له لوري ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ لیټره غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بیسکټ، ۲۵ کیلو دال او له ماشومانو څخه د ملاتړ مؤسسې لخوا هرې کورنۍ ته یو د روغتیا ساتنې کیټ ووېشل شو.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه د مرستو ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
