له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د کاري شریکانو لپاره د ۲۰۲۵–۲۰۲۹ کلونو د ستراتیژیک پلان د معرفي، شننې او تشریح په پروګرام کې ګډون او وینا وکړه
نن سهار، د سېشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د یادې ادارې د همکارو سازمانونو ، موسسواو شریکانو لپاره د ۲۰۲۵–۲۰۲۹ کلونو د ستراتیژیک پلان د معرفي، شننې او تشریح په پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.
په دې پروګرام کې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (UN- OCHA) رئیسې، مېرمن ایمي مارټین، د اکبر موسسې رئیس، نامیک حیدروف، د نړیوالو سازمانونو(IOM,WFP,UNICEF) استازو او د پېښو په چارو کې د نورو همکارو موسسو او سازمانونو استازو ګډون کړی و.
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپلو خبرو کې دا ستراتیژیک پلان د یوه قانون په څېر وباله او د دې پلان د بشپړ پلي کولو پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ. هغه وویل چې دا پلان د پراخو هڅو په پایله کې چمتو شوی او د همکارو بنسټونو له همکارۍ او همغږۍ پرته یې اغېزمن پلي کېدل ستونزمن دي. نوموړي زیاته کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مرستندویه موسسو او بنسټونو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د همکارۍ دروازې ورته پرانستې دي، څو د نږدې تعامل له لارې زیانمنو خلکو ته لا اغېزمن خدمات وړاندې شي.
په همدې حال کې، د اوچا د دفتر رئیس، مېرمن ایمي مارټین، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې څخه د پېښو د ښه مدیریت او له همکارو بنسټونو سره د نږدې همغږۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د پېښو مدیریت داسې بهیر دی چې د امارتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، موسسو او نورو کاري شریکانو ترمنځ لازمې همغږۍ ته اړتیا لري.
همدارنګه، د اکبر موسسې رئیس، نامیک حیدروف وویل، چې زه له ۲۰۰ څخه د زیاتو غیر امارتي بنسټونو د استازي په توګه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره خپله ژمنتیا څرګندوم، چې د همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ، د معلوماتو تبادلې او تشریح او همدارنګه د امارتي ادارو او موسسو ترمنځ د خبرو اترو په برخه کې به همکاري وکړم.
په پای کې، د پروګرام د پراختیا او د پالیسیو د پرمختیا کارپوه، محترم استاد روکی عمري، ستراتیژیک پلان ګډونوالو ته معرفي، تحلیل او تشریح کړ، او دا پروګرام د پوښتنو او ځوابونو او د ګډونوالو د نظرونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
