د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۱۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ښځو د وړتیاوو د ودې مرکز (AWSDC) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې (د بېوزلۍ او وچکالۍ له ناورین څخه د زیانمنونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه والي) تر نامه لاندې پروژې په لړ کې ۳۷۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۱ بورۍ ۲۴ کیلویي وریجې، ۱ کیلو مالګه، ۵ لیټره غوړي او ۹ کیلو دال ووېشل شول.

نېټه:۱۴۴۷/۰۷/۰۲

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۲۶
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه یي ماین کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC مؤسسې د (AIM-04) ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري په کلي کي له ماینونو او ناچاوده توکو څخه د سیمې د پاکولو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .