د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په نوغي سیمه کې د یوه کاریز د پاکولو کار پیل کړ

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۵۲
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز په ده اګاه کلا، کفتان کلا او ښکته نوغي کلیو کې د یوه کاریز د پاکولو کار پیل کړ.

یاد کاریز له کلونو راهیسې د شګو، خاورو او رسوباتو د راټولېدو له امله بند شوی و او د سیمې د اوسېدونکو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې. په دې پروژه کې به د ۲۵۰۰ متره په اوږدوالي یو کاریز پاک شي. 

د دغې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او همدارنګه د سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو د خړوبولو لپاره به د اوبو رسونې زمینه برابره شي، چې په دې سره به د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي، د خلکو د ژوند په شرایطو کې ښه والی رامنځته شي.
 
د یادونې وړ ده، چې د یاد کاریز د پاکولو چارې د «کار په بدل کې د خوراکي توکو» پروګرام له لارې ترسره کېږي او د پروژې په جریان کې به کاریګرو ته د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري خوراکي توکي ووېشل شي.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .