د شهرآرا په نسایي ولادي روغتون کې د " اور لګېدنې مانور" ترسره شو
کابل- د سلواغې ۲۵مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترڅ کې د " اور لګېدنې مانور" د شهرآرا په نسایي ولادي روغتون کې ترسره کړ.
دغه مانور د اور لګېدنې له امله د احتمالي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه، د ډاکټرانو، کارکونکو او د کار زده کونکو لپاره د شهرآرا په نسایي ولادي روغتون کې ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د دغه پروګرام- د اورلګېدنې مانور- ترسره کېدل یوه اړتیا ده چې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی ترڅو د نورو دولتي او خصوصي بنسټونو لپاره هم د عامه پوهاوي دغه ډول پروګرامونه ترسره کړي.