د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۴۷
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او د WFP سازمانونو په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او حضرت سلطان ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو کېت, درې تختې کمپلې, دوه عدد سولري څراغونه, دوه د اوبو بشکې, یو تخته ترپال او ۵ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره یو باب خیمه او د WFP دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۸ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه, ۲۵ کیلو دال, ۲۰ لیټره غوړي, ۲ کیلو مالګه او ۲.۲ کیلو بسکېټ ووېشل شول. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګي رياست ۱۰۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلي 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Save the Children مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، WFP، CHA,UNHCR,،UNFPA. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۹
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۹۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ وېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، ۵۹۸ د بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست يوې زيانمنې کورنۍ ته بیړنۍ مرسته ووېشله 

د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ رياست د یاد ولایت د علینګار ولسوالۍ د سنګر درې په ميرګل قلعه کلي کې یوې زیانمنې کورنۍ ته د غرښویېدنې له امله یې یوه ۱۱ کلنه ماشومه له لاسه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .