د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۲۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د بودجه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري برابرېږي، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي ملاتړ، د حضرت سلطان ولسوالۍ ۲,۲۰۰ مستحقو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه، خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۲۵ کیلو دال، ۴.۵۵ کیلو غوړي، نیم کیلو مالګه او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
