د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، په یاد ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کونۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه فامیلي بسته، پټو، سولر او یوه ژمنۍ بسته ووېشل شوه. همدارنګه، ۷۱ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
