د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ بې وزله او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۴۸
تصویر خبر

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د میزانه، سیوری، شینکۍ، خاک افغان، شاجوی، شهر صفا ولسوالیو او مرکز قلات ښار اړوند ۳۷ بې وزله او زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
۲۵په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۴ کورنیو هرې یوې ته ۲ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ۲ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ١ تخته چریکي بستره، ۵ کلچې د لاس مینځلو صابون، ۲۲ کورنیو هرې یوې ته ۱ بورۍ کیلویی وریجې او ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۷ کورنیو هرې یوې ته ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ کورنۍ ته ۱ بورۍ ۲۵ کیلویی وریجې او ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ کورنۍ ته ۳ بورۍ ۲۵ کیلویی وریجې او ۳ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ کورنۍ ته ۱۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۱ کورنۍ ته ۱ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې
 ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په بلخ ولایت کې د نن ورځې سهارنۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې بهیر پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نن ورځې سهارنۍ زلزلې له امله زیانمنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په سمنګان ولایت کې د نن ورځې سهارنۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې لړۍ پیل شوه 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نن ورځې سهارنۍ زلزلې له امله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۳۸ اړمنو کورنیو ته خوراکي  مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .