د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په موسی‌خېل ولسوالۍ کې د والیبال میدان جوړېدو له چارو څخه څارنه وکړه

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۴
news image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د موسی‌خېل ولسوالۍ په مرغه کلي د والیبال میدان جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسئولینو او تخنیکي پلاوي له لوري ترسره شوه، چې موخه یې د پروژې د پرمختګ ارزونه، د کار د کیفیت څارنه او د پروژې د معیاري او پر وخت پلي کولو ډاډ ترلاسه کول وو.

د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د والیبال میدان د جوړولو چارې د ټاکل شوي پلان او تخنیکي معیارونو له مخې په منظم ډول روانې دي او مسئولینو د کار د کیفیت د ساتنې او د پروژې د ټاکلي مهال‌وېش د مراعاتولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده چې د دې ورزشي میدان له بشپړېدو سره به د سیمې ځوانانو ته د ورزش لپاره یو مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي.

نېټه:۱۴۴۸/۱/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .